ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  پدې خبرو کې  د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره  د سیمې او نړۍ په مهمو  مسلو خبرې وشوې.

دواړو مشرانو  د سوریې  په پرمختګونو  او د اسد رژیم لخوا په دوما ښار کې  په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو د کارولو په مسلې هم  خبرې وکړې.

د ویلو ده چې  د سوریې رژیم  د روان میلادي کال د اپریل په ۷ مه نیټه د ختیځې غوطه اړوند د دوما  په سیمه کې په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو برید وکړ. پدې برید کې  نږدې سل تنه مړه او په سلګونو تنه نور  سخت اغیزمن شول.

همداشان  امریکا ، انګلستان او فرانسې  د اسد د رژیم  ددې بریدونو په غبرګون کې د تیرې خالي ورځې د سهار په وختي ساعتونو کې  په سوریه کې د اسد رژیم اړوند  په یو زیات شمیر هدفونو  هوايي بریدونه وکړل.

ولسمشر اردوغان او مرکل  د امریکا ، انګلستان  او فرانسې لخوا په سورېې د ترسره شوو  هوايي بریدونو نه په یادونې سره وویل « د سوریې مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته هر سړی باید  درناوی وکړي  . ددې هیواد د روانې ستونزې د سیاسي حل په خاطر  باید  کوټلي  ګامونه  اوچت شي. »



اړوند خبرونه