د داعش ۴ تنه مهم جلادان ونیول شول

ترکيې  د داعش ترهګرې ډلې  د جلادانو  د ځانګړي ټیم  څلور تنه غړي  ونیول.

د داعش ۴ تنه مهم جلادان ونیول شول

 ترکيې  د داعش ترهګرې ډلې  د جلادانو  د ځانګړي ټیم  څلور تنه غړي  ونیول.

د ویلو ده چې  داعشي  جلادان  په سکاریا ولایت کې نیول شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د سکاریا ولایت د څارنوالۍ ریاست  یاد شوي ولایت ته  د داعش ترهګرې ډلې د جلادانو  د ځانګړي ټیم  د بعضو غړیو  د راتګ  په اړه د ترلاسه کړي راپور په اساس  د نوموړو کسانو د تثبیت او تعقیب  امر وکړ.

د سکاریا ولایت د امنیې قومندانۍ  د یوې مودې  تعقیب  نه وروسته  د نوموړو د نیولو پریکړه وکړه.

د سکاریا ولایت د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې شعبې  پولیسو په عینې وخت کې  په یو زیات شمیر ادرسونو  چاپې واچولې .

د نوموړو چاپو  په پایله کې  د داعش ترهګرې ډلې  د جلادانو د ټیم ۴ تنه غړي  لاس په لاس ونیول شول.

په نیول شوو  جلادانو کې یوه ښځه هم  شتون لري. نیول شوي  کسان  دوه د عراق او دوه تنه د سوریې وګړي دي.

د نوموړو ترهګرو نه  څیړنې دوام لري.



اړوند خبرونه