د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

د ايژې په سمندر کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

د ايژې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوه. 

د ترلاسه شوو معلوتاتو له مخې د کډوالو کښتۍ د اشيک د ټاپو تر څنګ په سمندر کې ډوبه شوې ده .

د لومړنيو معلوماتو له مخې په پيښه کې ګن شمير کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی. 

په سيمه کې د ژغورنې عمليات دوام لري.

د يونان د خبري رسنيو د خبر له مخې د يونان د ژغورنۍ ډلې سيمې ته رسيدلي دي . يوناني د ژغورنې ډلو د ۳ تنو د ژوندي ژغورلو او د ښځو او ماشونانو په ګډون ۱۴ تنو مړي د اوبو نه راويستي دي. 

ويل کيږي پدې کوچنۍ کښتۍ کې شلو تنو کډوالو شتون درلود. 



اړوند خبرونه