په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

ترکیې امنیتي ځواکونو په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د تیکیرداغ په ولایت کې  ۲۷ تنه ناقانونه کډوال  ونیول شول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د تیکیرداغ ولایت  د سلیمان پاشا په ولسوالۍ کې  ۲۷ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راغلي وو او د غیرې قانوني لارو څخه يي  اروپا ته د تلو هڅه کوله ونیول شول.

د تیکیرداغ ولایت  امنیتي سرچینو  د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ته ویلي دي چې  نوموړي  ناقانونه کډوال  چې د قاچاقي لارو څخه  ترکیې ته راغلي وو  غوښتل يي  چې د د ژمي پدې سړه هوا کې  د سمندر له لارې اروپا ته تیر شي.

د تیکیرداغ ولایت  د ژاندارم  ځواکونو  یاد ناقانونه کډوال  د سیلمان پاشا ولسوالۍ د بره کلچلي په کلي کې نیولي دي.

نیول شوي  کډوال  لومړی  د روغتیايی معایني په خاطر روغتون ته  او وروسته بیا  د تیکیرداغ ولایت د کډوالو ریاست ته وسپارل شو.

همداشان امنیتي ځواکونو  د ترکیې د قرک قلعې په ولایت کې هم  ۱۷ تنه  ناقانونه  کډوال نیولي دي.

نیول شوي کډوال د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته سپارل شوي دي.



اړوند خبرونه