د ترهګرۍ سره د مبارزې نوى پړاو : د زيتون د څانګې عمليات

تركيې د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې چې د هېواد ملي امنيت او د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا يې لوى خطر رامنځته كړى دى، د له اوږدې مودې راهيسې د نظامي عملياتو د ترسره كولو په موخه تيارى نيولو.

د ترهګرۍ سره د مبارزې نوى پړاو : د زيتون د څانګې عمليات

 

تركيې د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې چې د هېواد ملي امنيت او د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا يې لوى خطر رامنځته كړى دى، د له اوږدې مودې راهيسې د نظامي عملياتو د ترسره كولو په موخه تيارى نيولو. په همدې موخه يې د روان ميلادي كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د سوريې په شمال كې د عفرين پر ښارګوټي باندې نظامي بريد پيل كړ. وسله وال پوځ د عفرين د عملياتو نه وړاندې د سوريې د ادليب ښار ته لا له پخوا خپل سرتيري لېږلي وو او هلته يې يوه نظامي هډه جوړه كړې وه. ولسمشر اردوغان د ټولو تياريو د پاى ته رسولو نه وروسته د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه د تركيې په وخت د مازيګر په ۵ بجو اعلان وكړ چې د عفرين عمليات عملاً پيل شوي دي. پدې ډول ددې عملياتو نوم هم د زيتون د څانګې د عملياتو په توګه وټاكل شو.

د عفرين سيمه د تركيې په سوېلي سرحد كې د سوريې په خاوره كې پرته ده چې د جيوپوليتيكي پلوه ځانګړى اهميت لري. په ۲۰۰۴م كال كې په سوريه كې د نفوسو د سرشمېرنې پر مهال د عفرين د ښارګوټي ټول نفوسو شاوخوا ۶۴ زره ۷۵۸ كسان وو. ددې سيمې په مربوطاتو كې په كليو او بانډو كې بيا ۱۷۲ زره نفوس اوسېدل. په ۲۰۱۱م كال كې په سوريه كې د جګړې د پيل سره سم د عفرين سيمه د بشار اسد د ځواكونو لخوا بمبار نشوه او د سوريې د نورو سيمو په پرتله نسبتاً آرامه وه. د همدې امله ورته له نورو سيمو سلګونه زره كډوال راغلل چې اوسمهال د سيمې نفوس څه باندې ۳۰۰ زرو كسانو ته رسېدلي دي. په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څانګه پي واى ډي چې اوسمهال د سيمې كنترول يې په لاس كې دى، هڅه كوي چې له دې لارې د مديترانې بحيرې ته يوه دهلېز پرانيزي تر څو د بحر له لارې خپل اكمالات وكړي. سربېره پر دې د پي واى ډي ترهګرو د عفرين له سيمې نه د امانوس د غرونو په واسطه تركيې ته ترهګر، وسلې او مهمات هم استول. وسله وال پوځ تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰ تنه ترهګر چې غوښتل يې د عفرين له لارې د تركيې خاورې ته ننوځي، وژلي دي.

د تركيې وسله وال پوځ د نظامي عملياتو په لومړي پړاو كې چې د هوايي ځواكونو په واسطه د عفرين په سيمه كې د پې كا كا / كا جې كا، پي واى ډي- واى جي ترهګرو لوژيستيكي مركزونه، د وسلو او مهماتو ډيپوګان، مورچلې، پټنځايونه او ورته نور هدفونه بمبار كړ.  په لومړي سر كې د ۷۲ الوتكو په واسطه ۱۰۸ هدفونه وويشتل چې دا په خپله د پې كا كا پر وړاندې د پراخو ځمكنيو عملياتو پيل ته يوه اشاره وه.

د هوايي عملياتو په دويمه ورځ په سوريه كې د آزادې سوريې د اوردو ځواكونو د وسله وال پوځ د پليو ځواكونو په ملتيا له ترهګرو يو زيات شمېر سيمې ونيولې. د عملياتو په دويمه ورځ د عفرين په شاوخوا كې ستراتيژيكې غونډې ونيول شوې. پدې ډول د غرنيو سيمو د نيولو سره سم د واى پي جي د ځواكونو د تښتې لارې هم وتړل شوې. داسې اټكل كيږي چې د ترهګرو د تېښتې د لارو د تړل كېدلو سره به دوى په ټوليزه توګه له سيمې وشړل شي. د عفرين باندې د ۸ بېلابېلو جبهو نه بريد شوى دى چې واى پي جي مجبوره ده چې په هره جبهه كې جګړه وكړي.

تر اوسه پورې د عملياتو په شپږمه ورځ د ترهګرو لومړى كرښې ماتې شوي دي او د پې كا كا / واى پي جي ځواكونه مسكوني سيمو ته تللي تر څو له ملكي وګړو د ژوندي سپر په توګه ګټه واخلي. دوى هڅه كوي چې له يوې خوا د خپلو ځواكونو تلفات محدود كړي او د بلې خوا د ملكي وګړو د وژل كېدو سبب شي چې له دې لارې د پروپاګند په توګه ګټه واخلي.  ترهګره ډله د عفرين په مركز كې ملكي وګړو ته اجازه نه وركوي چې له سيمې ووځي.

د عملياتو د نظامي اړخ هومره سياسي او ډيپلوماټيك اړخ ځانګړى اهميت لري. ځكه چې روسيه د بشار اسد د رژيم سره د هوكړه ليك پر اساس د سوريې هوايي حريم تر خپل كنترول لاندې لري. روسيه هڅه كوي چې تركيه دې ته قانع كړي چې نسبتاً محدود عمليات ترسره كړي. خو په عفرين كې د ترهګرۍ د ګواښ د تلپاتي له منځه وړلو په موخه بايد هر اړخيز عمليات وكړي.

تركيه د روسيې سره د ډپيلوماټيكو خبرو اترو ترڅنګ د امريكا په ګډون د اروپايي ټولنې او د خليج هېوادونه سره هم ډيپلوماټيكي خبرې اتر كوي. د عملياتو د پيل سره سم په انقره كې  د يو زيات شمېر هېوادونو سفيران د بهرنيو چارو د وزارت مقر ته را وغوښتل شول او د عملياتو په اړه يې ورته معلومات وركړل.  د بله پلوه فرانسې هڅه وكړه چې د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا كې فوق العاده غونډه جوړه كړي. سربېره پر دې د اروپا په پارلمان كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د ځينو پلويانو لخوا د زيتون د څانګې د عملياتو پر خلاف يو لړ اقدامات ترسره شول چې د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت د هڅو په پايله كې ناكام شول.

د امريكا متحده ايالتونه كه څه هم په ښكاره توګه د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه څه نه واي خو داسې ښكاري چې له دې عملياتو خوشاله نه ده. د انګلستان، جرمني او د ناټو يو شمېر نور غړي د زيتون د څانګې د عملياتو پر مشروعيت باندې تينګار كوي خو روسيه بيا په سوريه كې د امريكا د متحدو ايالتونو پر دريځ ځكه نيوكه كوي چې د تركيې لخوا پيل شوي عمليات د امريكا د سياستونو پايلې بولي.

 

 



اړوند خبرونه