ترکیې په ایران کې د روانو پیښو په اړه د لومړي ځل لپاره څرګندونې وکړې

ترکیې  په ایران کې د روانو مظاهرو او تاوتریخوالي په اړه  د لومړي ځل لپاره غبرګون وښود.

ترکیې په ایران کې د روانو پیښو په اړه  د لومړي ځل لپاره څرګندونې وکړې

ترکیې  په ایران کې د روانو مظاهرو او تاوتریخوالي په اړه  د لومړي ځل لپاره غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « ترکیه په دوست او ورور هیواد ایران کې د سولې ، ثبات او استقرار ټینګښت ته  ډیر زیات اهمیت ورکوي »

به خبرپاڼه کې راغلي دي چې  « په ایران کې  د دسمبر په ۲۸ مه نيټه پیل شوې  مظاهرې  چې  دوام لري  او له امله يي  ګڼ شمیر کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې او دولتي ودانیو ته  پکې زیان  رسیدلی دی  په اړه اندیښنه لرو. په دوست او ورور هیواد ایران کې د سولې ، ثبات، امنیت او استقرار ټینګښت د ترکېې لپاره ځانګړې اهمیت لري. پدې تړاو کې د ولسمشر حسن روحاني  د وینا  په رڼا کې چې ویلي دي سوله ایزې مظاهرې  د ټولو مسلم حق دی  خو ددې په شرط چې  قوانین پکې د خپو لاندې نشي او عامه  اموالو ته پکې زیان  ونه رسول شي  باید  عمل وشي. هر سړی باید  د شدت او تاوتریخوالي نه ډډه وکړي او د نورو په تحریکونو  دوکه ونخوري.

ددې په هیله چې هر څه ژر  په ورور او دوست  هیواد ایران کې  سکونت  او اعتدال  حاکم شي، د نوموړو پيښو  د لا پراخیدو مخه ونیول شي، د تحریک امیزه  څرګندونو او بهرنۍ مداخلې نه ډډه وشي. »



اړوند خبرونه