استانبول د يو مهم نړيوال سمپوزيم كوربه توب كوي!

استانبول د روان ميلادي كال د اكتوبر په ۱۸مه نېټه د يو مهم نړيوال سمپوزيم كوربه دى.

استانبول د يو مهم نړيوال سمپوزيم كوربه توب كوي!

 

 دا سمپوزيم چې د ټي آرټي د انګليسي څانګې د خبري كانال TRT World لخوا جوړيږي د ولسمشر رجب طيب اردوغان په وينا به پرانيستل شي.

په سمپوزيم كې به د نړۍ د كلتوري، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د حل لارې په موخه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۴۰۰ سياستوال، سوداګر، اكاډيميسينان، ژورنالېستان او د مدني ټولنې فعالان بحث او خبرې اترې وكړي.

ددې سمپوزيوم عنوان `` د ابهام په پېړۍ كې د بدلون لپاره الهام`` دى.

د سپموزيم په ترڅ كې د  TRT World فورم هم جوړ شي چې په كې به د اسپانيا پخوانى لومړى وزير خوزه ليويس زاپاتېرو، د مالكلم اېكس لور ايلياسا شاباز، د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو، د جنوبي افريقا د پراختيا د چارو وزير باتابيل اوليف، د ټي آر ټي د ادارې عمومي ريس ابراهيم اېرن او يو شمېر نور چارواكي ګډون وكړي.

د فورم يوه بله ګډونواله هم د انګلستان د بهرنيو چارو د وزارت د عقايدو او ټولنو د چارو د ادارې مشره بارونېس سيدي وارثي ده چې د فلسطين د غزې په اړه د انګلستان د سياسي دريځ له امله يې استعفا كړې ده.

د TRT World د فورم په چوكاټ كې به د روانو سياسي چارو او د مېډيا د مسئوليت په اړه هم بحث وشي. سربېره پر دې به د بهرنيانو پر وړاندې د دښمنۍ، اسلامافوبيا، بشري مرستو، د نړيوال سيستم د كړكېچ او حل لارو تر عنوانونو لاندې جلا ناستې هم ترسره شي.

د اكتوبر په ۱۸مه نېټه به د شپې لخوا په پروګرام كې د `` TRT World Citizen`` په نامه پروژه چې  د بشري كړكېچونو په  اړه د عامه افكارو د روښانولو په موخه پيل شوې ده، معرفي شي.

ددې پروژې د اجندا اصلي موضوع د كډوالو ترى تم شوي ماشومان دي. د پروژې په چوكاټ كې به د كډوالو اړوند مستند فلمونه هم نندارې ته وړاندې شي.

پدې اړه د TRT World   د كانال مشر فاتح اېر زياته كړه چې په خبري مركز كې يې د انسان د بدن د غړو د قاچاقچيانو په اړه هم مستند فلم جوړ كړى دى چې په لنډه موده كې به نندارې ته وړاندې شي.

پدې سپموزيم كې د ګډونوالو په اړه د لا زياتو معلوماتو په موخه دا ځاى كېكاږئ



اړوند خبرونه