په کلیس ولایت کې ۵ تنه داعشیان د ځانمرګي واسکټ سره ونیول شول

ترهګرو غوښتل چې ترکیه یو خل بیا په وینو ولړي .

په کلیس ولایت کې ۵ تنه داعشیان د ځانمرګي واسکټ سره ونیول شول

په ترکیه کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.

د ترکیې  سرحدي ځواکونو  تیره ورځ  د سوریې سره په پوله کې د کلیس په ولایت کې ۵ تنه داعشیان  د وسلو ، چاودیدونکو توکو او ځانمرګیو واسکټونو سره  لاس په لاس ونیول.

د کلیس ولایت د امنیتي سرچینې د معلوماتو له مخې سرحدي ځواکونو  تیره ورځ  د کلیس ولایت د اینان  د کلي په شاوخوا کې  د داعش ترهګرې ډلې ۵ تنه غړي چې د غیرې قانوني لارو څخه ترکیې ته راننوتي وو ونیول.

نیول شوي ترهګر  د اذربایجان  وګړي  هر یو  سرکان علي یز، ګلنور شیر محمدووا، نازنین زینالوا ، اناچ تاچنر پوزدیوا  او  بیګزاد سپاهیچ  دي  چې د بوسنیا هیرزګوینا د حکومت لخوا هم  لټول کیدل . په نیول شوو ترهګرو کې یو تن سړی  او ۴ تنه ښځې دي.

د نیول شوو ترهګرو سره  ۳ تعرضي روس ډوله  لاسي بمونه، ۳ کیلو  سي ۴ ډوله چاودیدونکي توکي، ۴ عدده د بمونو په جوړولو کې کاریدونکي پنونونه، ځانمرګی واسکټ  او ځیني نور توکي نیول شوي دي.

ترهګرو په سیمه کې  د پراخو بریدونو هوډ  درلود چې خپلو شومو موخو ته د رسیدو نه مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

نیول شوي ترهګر  د محکمې لخوا زندان ته واستول شول.


پيوندونه: سوریه , کلیس , داعش , ترکیه

اړوند خبرونه