په نړۍ كې د حيواناتو تر ټولو لوى روغتون!

تركيه كې د حيواناتو يو روغتون چې په ټوله نړۍ كې د تر ټولو لوى دويم روغتون عنوان لري، پرانيستل شو.

په نړۍ كې د حيواناتو تر ټولو لوى روغتون!

 

تركيه كې د حيواناتو يو روغتون چې په ټوله نړۍ كې د تر ټولو لوى دويم روغتون عنوان لري، پرانيستل شو.

دا روغتون چې په عين وخت كې د ۱۲۴۰ بېلابېلو حيواناتو د پالنې او ساتنې ظرفيت لري، په نړۍ كې سارى نه لري.

پدې روغتون كې د ۲۲ ډاكټرانو په ګډون ۱۰۸ تنه پرسونل ۲۴ ساعته خدمات وړاندې كوي. په روغتون كې د حيواناتو د غاښونو د درملنې، اوتوپېدۍ، داخلې، جلدي او نورو برخو كې جلا لابراتوارونه او عمليات خانې هم شته دى.

دا روغتون چې په ۱۰۱ جريبه ځمكه كې جوړ شوى دى، په عين حال كې د بې سرپرسته حيواناتو د ساتنې او پالنې لپاره هم جلا ځايونه لري.

د روغتون چې د استانبول د ښاروالۍ لخوا جوړ شوى دى، د كوڅه ډبو حېواناتو لپاره يوه وړتيا ټېلفوني شمېره لري چې د اړتيا په صورت كې خلك كولاى شي چې روغتون ته خبر وركړي. سربېره پر دې روغتون د حيواناتو لپاره ۲۹ امبولانسونه هم لري چې په بيړني حالت كې ټپي يا ناروغ حيوانات تر روغتونه پورې رسوي. حتى د ترافيكي ګڼې ګوڼې پر مهال ورته موټرسايكلونه هم د امبولانس دنده اجرا كوي.



اړوند خبرونه