په فرانسه کې سیلاونو تر لسو ډیر کسان ووژل

د فرانسې په سویل کې یو زیات شمیر کورونه او سوداګریز مرکزونه د اوبو لاندې شوي دي

په فرانسه کې سیلاونو تر لسو ډیر کسان ووژل

د فرانسې په سویل کې  اودي  په سیمه کې د ډیر زورورو بارانونو په پایله کې د راوتولو سیلاونو له کبله لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اودي د ایالت ولایت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د زورورو بارانونو په پآیله کې د راوتلونو سیلاونو له امله  د مړو شمیره تنه ښودلې ده  خو  د سیمې د ژغورنې ډلو بیا ویلي دي چې  د مړو شمیره  ۱۳ تنو ته  لوړه شوې ده .

هغه ویلي دي چې په اودي سیمه کې  یو زیات شمیر کورونه او سوداګریز مرکزونه د اوبو لاندې شوي دي. د اوبو سویه  د یو نیم متر نه  اوښتې ده.

ویل کیږي د اودي په سیمه کې  فوق العاده حالت  اعلان شوی دی.

سیمه ایزو چارواکیو ټول تعلیمي مراکز  او ادارات  رخصت کړي دي او په خلکو يي  د کورونو نه  د نه راوتو غږ کړی دی.



اړوند خبرونه