د انټرپول لا درکه شوی مشرپه چین کې د بډو او فساد په تور نیول شوی دی

د نړۍوالو پولیسو د تشکیلاتو رئیس  مینګ هانګوې  چې  تیره اوونۍ د لا درکۍ نه خبر ورکړ شوی دی  خپله استعفا  وړاندې کړه.

د انټرپول لا درکه شوی مشرپه چین کې د بډو او فساد په تور نیول شوی دی

انټرپول  تشکیلاتو  د منیګ هانګوې  د استعفا پخلی کړی دی.

د انټرپول  تشکیلاتو د عمومي  سکرتریت نه  د خپور شوي  بیان له مخې  د انټرپول  مشر  مینګ هانګوې  د اکتوبر په ۷ مه نیټه  د فرانسې د لیون په ښار کې د انټرپول عمومي دفتر ته خپله استعفا  وړاندې کړه.

د انټرپول  تشکیلاتو د قوانینو له مخې  د نوي مشر تر  ټاکلو پورې  د اجراییوي شورا تر ټولو  د لوړ عمر خاوند  د سویلي کوریا ډیپلوماټ  کیم جونګ یانګ  د سرپرست په توګه وټاکل شو.

په بیان کې راغلي دي چې  انټرپول به  د نوامبر په ۱۸ مه نیټه  په متحده عربي اماراتو کې جوړیدونکې په عمومي  غونډه کې  خپل نوی  مشر وټاکي.

د انټرپول  مشر مینګ ویلي دي چې تیره میاشت چین ته د سفر نه وروسته  د قوانینیو نه د سرغړونې په تور  د چین لخوا يي په اړه تحقیقات پيل شوي وو.

د چین د کمونیست  ګوند د دسپلین  او کنټرول  کمیسیون  هم  ویلي  دي چې  د چین د عامه امنیت مرستیال وزیر او د نړۍوالو پولیسو تشکیلاتو انټرپول  رئیس مینګ هانګوې د قوانینو نه د سرغړونې  په تور  د تحقیقاتو لاندې نیول شوی دی.

ویل کیږي  په مینګ هانګوې  د بډو  او درغلیو  تور لګول شوی دی.

د بله پلوه  د چین د عامه امنیت وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې « د عامه امنیت وزیر د انټرپول د پخواني رئیس مینګ هانګوې په اړه کمونیست ګوند سره  غونډه کړې او پدې غونډه کې د هغه په اړه د تحقیقاتو د پيلولو نه پوره ملاتړ کړی دی. مینګ هانګوې  د تحقیقاتو پر مهال په خپل جرم  اعتراف کړی او ویلي دي چې رشوت يي اخیستی دی. هغه  د چین د قوانینو نه سرغړونه کړې او سرغړونکي خامخا  د سختې جزا سره  مجازات کیږي.»

په بیان کې راغلي دي چې  د انټرپول پخواني رئیس  د بډو او اداري فساد سره د عامه امنیت وزارت او چین کمونیست  ګوند ته  ډير ستر زیان رسولی دی . همداشان د هغه په اړه د لا ژورو تحقیقاتو ته د پيلولو غوښتنه شوې ده .

د ویلو ده چې د انټرپول پخواني  رئیس  میرمن  د اکتوبر په پنځمه نيټه پولیسو ته  د هغه د لا درکۍ  خبر ورکړی وو. هغې پولیسو  ته ویلي وو چې  میړه يي  د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه  چین ته د سفر نه وروسته لا درکه شوی دی او پدې موده کې ورسره هیڅډول اړیکه نده ټینګه کړې .

د انټرپول پخوانی مشر  په ۲۰۱۶ کال کې د انټرپول د مشر په توګه ټاکل شوی وو.



اړوند خبرونه