د روسیې  یوې جنګي جیټ الوتکې سقوط وکړ.

په مسکو کې د روسیې جنګي الوتکې سقوط وکړ

د روسیې  یوې جنګي جیټ الوتکې سقوط وکړ.

د روسیې  یوې جنګي جیټ الوتکې سقوط وکړ.

د رشین ټوډې  خبري اژانس د خبر له مخې  د روسیې د هوايي ځواکونو اړوند  یوې میګ ۲۹ ډوله جنګي الوتکې  د مسکو په مربوطاتو کې سقوط کړی دی.

ویل کیږي پدې پيښه کې پیلوټانو ځانونه  د پراشوټ په واسطه  د الوتکې نه ګوزار کړي دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس ویلي دي چې د الوتکې د سقوط لامل  ناڅرګند دی.

د الوتکې دواړه پیلوټان  ژوندي ژغورل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  میګ ۲۹ ډوله  الوتکې چې د پخواني شوروي اتحاد په دورن کې جوړوې شوي دي  د روسیې تر ټولو قوي الوتکې یادیږي. دا الوتکې  د ۶ عدده  اټوم بمونو د انتقال ظرفیت لري.



اړوند خبرونه