روسیه  سوریې ته  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو  سیستم  ورکوي.

روسیه د سوریې په اړه یو بل مهم ګام اوچتوي

روسیه  سوریې ته  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو  سیستم  ورکوي.

 

روسیې  دا پریکړه  وروسته د هغې وکړه چې تیره اوونۍ  اسراییلي  جنګي الوتکو  یوه روسي پوځي  الوتکه  د سوریې  د دفاعي توغندیو  د برید خولې ته ګوزار کړې وه.

د روسیې  د دفاع وزیر  وویل چې  سویرې ته به هر څه ژر  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  ولیږي.

د روسیې او اسراییلو ترمنځه  د الوتکې  پر سر د ناندریو نه وروسته  روسیه  په سوریه کې یو بل ډیر مهم ګام اوچتوي.

روسیه  د سوریې دولت ته  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو  سیستم  ورکوي.

د روسیې د دفاع وزیر  ویلي دي چې  سوریه ته ورکوونکي  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم ته به د روسیې  ټول نظامي تجهیزات وروپیژندل شي. روسي الوتکې به ورته وروپیژندل شي.

د یادولو وړ ده چې په سوریه کې د اسد رژیم  د اوږدو کلونو راهیسې  د روسیې نه د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم غوښتنه کوله.

د یادولو وړ ده چې  تیر اوونۍ د مدیترانې په هوا کې د روسیې  یوه پوځي الوتکه  لا درکه شوه. لنډه موده وروسته معلومه شوه چې الوتکي په اشتباهي  ډول  د سوریې د رژیم لخوا د اس ۲۰۰ دفاعي توغندي سره ویشتل شوې وه.

روسیې ددې پيښې نه وروسته  ادعا وکړه چې د اسراییلو جنګي الوتکو  د اسد د رژیم  د دفاعي سیستم د توغندي  د ګوزارولو پر مهال په هوا کې د روسیې د پوځي الوتکې نه  د سپر په توګه استفاده کړې او روسي الوتکه يي د توغندي خولې ته برابره کړې ده .

روسیې  ددې پيښې پړه پر اسراییلو واچلوه چې  اسراییلو  بیا د پيښې د مسئولیت په ردولو سره  د روسیې نه  بښنه وغوښته.



اړوند خبرونه