امریکا  د یو میلیون تنو د استخدام  چانس  د لاسه ورکړ

د چین نامتو سوداګر: د امریکا او چین ترمنځه تجاري جګړه کیدای شي چې شل کاله دوام وکړي

امریکا  د یو میلیون تنو د استخدام  چانس  د لاسه ورکړ

 امریکا  د یو میلیون تنو د استخدام  چانس  د لاسه ورکړ. دا څرګندونې  د چین  نامتو سوداګر  او شتمن  جک ما وکړې.

د چین د شینهوا د خبري اژانس د خبر له مخې  په نړۍ کې مشهور د انلاین  تجاري  سایټ  علي بابا  بڼسټ ایښودونکي  او په نړۍ کې  د ګوتو په شمیر د شمنو کسانو نه  د چین نامتو  سوداګر  جک ما  چې دوه کاله مخکې  د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  په لیدنه کې  په امریکا کې یو میلیون تنو ته د کاري استخدام  د برابرولو ژمنه کړې وه  د خپلې ژمنې نه  لاس په سر شو.

په خبر کې راغلي دي چې  جک ما ویلي دي چې امریکا د چین سره  د تجاري جګړې د پیلولو سره  د یو میلیون تنو لپاره د کاري استخدام د برابرولو  چانس  د لاسه ورکړ.

هغه ویلي دي چې  د امریکا  او چین ترمنځه  د تجاري جګړې د دوام  په صورت کې  د ټرمپ سره  د کړې ژمنې عملي کول  ناممکنه خبره ده.

هغه وویل   دا ژمنه يي پداسې  یو شرایطو کې کړې وه  چې  د امریکا او چین ترمنځه  تجاري جګړې شتون نه درلود. له بده مرغه چې دې جګړې  هر څه بدل کړل. هغه ویلي دي چې اوسني شرایط  د هغه  وخت د شرایطو سره  ډیر توپیر لري.

هغه  خبرداری ورکړ چې  د چین او امریکا  ترمنځه تجاري  جګړه  کیدای شي چې  شل کار دوام وکړي.

هر سړی  باید  پوره تیاری ولري. دا جګړه  په اسانه  پایته نه رسیږي.



اړوند خبرونه