د اسراییلو په ظلم  او بیت المقدس باندې په یرغل کې  یو بل هیواد هم  ځان شریک کړ.

پاراګوای خپل سفارت بیت القمدس ته انتقال کړ

د اسراییلو په ظلم  او بیت المقدس باندې په یرغل کې  یو بل هیواد هم  ځان شریک کړ.

د اسراییلو په ظلم  او بیت المقدس باندې په یرغل کې  یو بل هیواد هم  ځان شریک کړ.

د امریکا متحده ایالتونو او  ګواتیمالا نه  وروسته یو بل هیواد هم  په اسراییلو کې خپل سفارت بیت المقدس ته  انتقال  او پرانیست.

پاراګوای  تیره ورځ په بیت المقدس کې خپل  نوی سفارت  پرانیست. په بیت المقدس کې د پاراګوای  سفارت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د سفارت د پرانیستو په مراسمو کې  د پاراګوای ولسمشر او اسراییلو لومړي وزیر سربیره یو زیات شمیر اسراییلي وزیرانو ګډون کړی وو.

د یادولو وړ ده چې  امریکا  متحده ایالتونو  د مې د میاشتې په ۱۴ مه نيټه  چې د اسراییلو د دولت د تاسیس د ورځې سره  سمون خوړه  په بیت المقدس کې خپل نوی سفارت پرانیست. د امریکا د سفارت د پرانیستو په مراسمو کې د ولسمشر دونالد ټرمپ  یهودۍ  لور  او یهودي  زوم  جراد کوشنر ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې  اسراییلي  ځواکونو پدې ورځ  په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستو پر خلاف  په لسګونو تنه لاریون کوونکي  ووژل او په زرګونو تنه نور يي ټپیان کړل.

همداشان ګواتیمالا بیا  یواځې دوه ورځې د مې په ۱۶ مه نيټه  په بیت المقدس کې خپل نوی سفارت پرانیست.



اړوند خبرونه