د فنلنډ خلک  د نړۍ  تر ټولو  خوشحاله او مرفح خلک  وټاکل شول.

د نړۍ تر ټولو خوشحاله او مرفح لس هیوادونه معلوم شول.

د فنلنډ خلک  د نړۍ  تر ټولو  خوشحاله او مرفح خلک  وټاکل شول.

د فنلنډ خلک  د نړۍ  تر ټولو  خوشحاله او مرفح خلک  دي.دا خبره د ملګروملتونو د سازمان په راپور کې معلومه شوې ده .

د ملګروملتونو سازمان  د دومداره پرمختیا د حل شبکې  په ترسره  کړو څیړونو کې د نړۍ  تر ټولو  خوشحاله  هیواد او خلک  معلوم کړي دي.

یادې شوې  شبکې  د نړۍ په ۱۵۶ هیوادونو کې  د ترسره کړو تحقیقاتو د پایلو راپور  خپور کړ.

په تحقیقاتو کې  د نړۍ په ۱۱۷ هیوادونو کې  د کډوالو او پناه غوښتوونکو  حالات هم  په نظر کې نیول شوي دي.

په خپور شوي راپور کې  په نړۍ کې  تر ټولو  خوشحاله  هیواد او خلک  د فنلنډ  هیواد  ټاکل شوی دی.

همداشان په دویم  کتار کې بیا  ناروې، په دریم  کتار کې  ډنمارک، په څلورم کتار کې ایسلنډ، په پنځم کتار کې  سویس، شپږم  کتار کې هالنډ، اوم کتار کې کاناډا، په اتم کتار کې نوي زیلاند، نهم  کتار کې  سویډن او پ لسم کتار کې اتریش  ځای نیولی دی.

امریکا  متحده ایالتونه  څلور پوړه  وروسته  شوی  او په اتلسم  کتار کې  ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه