پاکستان  د ترهګرو د مالي ملاتړو هیوادونو په لست کې د شاملولو په اړه هلې ځلې دوام لري.

امریکا او اروپا غواړي پاکستان د ترهګرو نه مالي ملاتړ کوونکو په لست کې شامل کړي

پاکستان  د ترهګرو د مالي ملاتړو هیوادونو په لست کې د شاملولو په اړه هلې ځلې دوام لري.

پاکستان  د ترهګرو د مالي ملاتړو هیوادونو په لست کې د شاملولو په اړه هلې ځلې دوام لري.

دا خبره  د رویټرز خبري  اژانس کړې ده. رویټرز د یو جګپوړي پاکستاني  چارواکي  له قوله لیکلي دي چې  امریکا  او انګلستان هڅه کوي چې  د پاکستان  نوم  د پيسو د سپینو د څار د نړۍوال سازمان  د ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړي .

پاکستاني چارواکي ویلي دي چې  اسلام  آباد  پدې لست کې د شاملیدو د مخنیوي په خاطر هلې ځلې کوي . که چیرې پاکستان  پدې لست کې شامل شي  دا به ددې هیواد اقتصاد ته  ستر ګوزار وي.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  FATF  په نامه  د  تورو  پيسو د سپینو پر خلاف د مبارزې نړۍوال  سازمان  په نړۍ کې  د پيسو د سپینو پر وړانډې د مبارزې معیارونه ټاکي. اوس امریکا غواړي چې  ددې سازمان د ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې د پاکستان نوم  شامل کړي. ددې ګام  سره  به د بهرنیو سرمایو  په جلبولو  او د نړۍوالو مالي ادارو نه د پور  د ترلاسه کولو په برخه کې  د سترو خنډونو سره مخامخ شي.

د ویلو ده چې  امریکا  غواړي چې پاکستان  د سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې راولي. امریکا  لومړی  په پاکستان خپلې مالي مرستې ودرولې  او اوس  غواړي چې  پدې ډول يي  د فشار لاندې راولي.

امریکا  پدې وروستیو کې په کراتو او په ټینګار سره  پاکستان  د طالبانو او حقاني د شبکې په ګډون  د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه په ملاتړ  تورنوي.

د پاکستان  د مالیې د وزارت سرپرست رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې  امریکا  او انګلستان  غواړي  چې دا هیواد د ترهګرۍ نه  د مالي ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړي. پدې اړه يي  د تیرو اونیو راهیسې  جدي اقدامات پیل کړي  او حتا پدې برخه کې  فرانسې او جرمني ته هم قناعت ورکړی دی.



اړوند خبرونه