د کلیسا اسقف اعظم په ښار کې په لوړ غږ اذان ته د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه

د سویډن د فاکسجو د ښار د کلیسا مشر : غواړو چې پدې ښار کې د اذان غږ هم واورو

د کلیسا اسقف اعظم په ښار کې په لوړ غږ اذان ته د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه

د سویدڼ په سویل کې  د فاکسجو د ښار  اسقف اعظم فریدریک مودی وس  وویل هیله لري چې  پدې ښار کې د کلیسا د زنګونو نه سربیره د اذان  غږ هم  واوري.

هغه  دا څرګندونې وروسته د هغه وکړې چې  د فاکسجو د ښار عربي جومات  چارواکیو  پولیسو ته  په لوړ غږ د اذان ویلو  د اجازې په خاطر وړاندیز وکړ.

د یاد شوي ښار  اسقف اعظیم  د ټولنیزې مډیا لارې د کلیسا په مشرۍ په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې « په ډیره بې صبرانه توګه پدې ښار کې  په لوړ غږ  د اذان  د اوریدو انتظار  باسو.» ددې په هیله چې  پدې ښار کې د کلیسا د زنګونو  سربیره  د اذان غږ هم  واوریدل شي.

د بله پلوه  د فاکسجو د ښار د پولیسو ویاند  د نوموړي هیواد دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې « په یاد شوي ښار کې میشتو مسلمانانو  یواځې د جمعې د لمانځه  لپاره  په لوړ غږ  اذان ته  د اجازې اخیستو په خاطر وړاندیز کړی دی. »

هغه وویل چې لومړی  به د سیمې  حالات او امنیتي مسایل وڅیړل شي . ځکه چې  پدې ښار کې تر اوسه پورې  داسې کومه اجازه نده ورکړ شوې. وړاندیز تر غور لاندې  دی.

دا چې په پلازمینه  ستونخلم  کې  یو جومات ته په لوړ  غږ د اذان کولو اجازه ورکړ شوې ده  دا مسله به  په نظر کې ونیول شي.

د یادولو وړ ده چې  پنځه کاله مخکې  د ستوکخلم  یو جومات  ته  په لوډسپیکر کې  د اذان کولو اجازه ورکړ شوې وه.

همداشان پدې جومات کې به یواځې د جمعې اذان  د لوډ سپیکر  له لارې کیده.

د بله پلوه  درې میاشتې مخکې  د سويډن د بلي کینګ  په سیمه کې  د بوسینیایانو اړوند  اسلامي مرکز د پنځه وخته لمونځونو لپاره په لوډسپیکر کې  د اذان کولو په خاطر  مراجعه کړې وه چې  په پای کې ورته  اجازه ورکړ شوې وه.


پيوندونه: اذان , جومات , کلیسا , سویډن

اړوند خبرونه