نړيوال نظام او د تركيې هڅې

د نړۍ د سياسي تاريخ په داسې يوې مرحله كې اوسيږو چې لوېديځ مركزه نړيوال سيستم نور د لمنځه تللو په حال كې دى خو ددې پر ځاى نوى سيستم لا نه دى رامنځته شوى.

نړيوال نظام او د تركيې هڅې

 

د نړۍ د سياسي تاريخ په داسې يوې مرحله كې اوسيږو چې لوېديځ مركزه نړيوال سيستم نور د لمنځه تللو په حال كې دى خو ددې پر ځاى نوى سيستم لا نه دى رامنځته شوى. د نړيوال نظام پدې كړكېچن حالت كې د تركيې لپاره هم ستونزې رامنځته شوي دي. دا كړكېچن حالت په عين وخت د تركيې په څېر د يو زبرځواك د ادعا لرونكي هېوادونو لپاره يو لړ فرصتونه هم وړاندې كوي. د تركيې بهرنى سياست د نړيوال نظام پدې مجهول حالت كې د اړوندو زبرځواكونو ترمېنځ د موازنې د رامنځته كولو هڅه كوي. تركيه له يوې خوا د روسيې په څېر د ختيځ د پياوړي هېواد په توګه نږدې اړيكي لري او د بلې خوا بيا د لوېديځې نړۍ سره هم د خپلو اړيكو پراختيا ته اهميت وركوي. په ځانګړي توګه د امريكا سره د تركيې د اړيكو د ترينګلتيا پرمهال يې په اروپا كې د انګلستان او فرانسې د هېوادونو سره د نوو فرصتونو په رامنځته كولو كار كوي.

پدې لړ كې له فرانسې د ولسمشر رجب طيب اردوغان وروستى سفر ځانګړى اهميت لري.  د اردوغان او ماكرون ترمېنځ په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په بهير او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د نظامي صنايعو په ډګر كې د متقابلې همكارۍ په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

پدې وروستيو كې په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب د خبرو اترو بهير ځنډول شوى دى. سربېره پر دې په تركيه كې د اساسي قانون د بدلون په اړه د ټولپوښتنې پر مهال د جرمني هېواد خپل بېطرفي له لاسه وركړې وه. ددې امله د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې وې. ددې ترڅنګ د اروپايي ټولنې پارلمان د يوې پرېكړې له مخې له غړو هېوادونو غوښتنه كړې وه چې په ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په اړه د خبرو اترو بهير دې وځنډوي. كه څه هم ددې ټولنې د اجرايوي ارګان يعنې د اروپا د وزيرانو د شورا لخوا د تركيې د غړيتوب د ځنډولو پرېكړه ونه منل شوه خو ددې سره سره يې د اروپايي ټولنې – تركيې پر اړيكو باندې منفي اغېزه وكړه.  پدې لړ كې د فرانسې ولسمشر ماكرون څرګنده كړه چې په ټولنه كې د تركيې د غړيتوب د خبرو اترو په اړه بايد دواړه خواوې خپل دوه مخى سياسي پرېږدي  او د غړيتوب پر ځاى دې د تركيې سره د شراكت پر سر خبرې اترې پيل كړي.  اروپايي ټولنې په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د نظامي كودتا نه وروسته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې سره د تركيې د مبارزې پر مهال د قضايي بهير په بهانې اړيكې نورې هم ترينګلې كړې. په اروپا كې سختدريځي ښي اړخي سياسي جريانونه ددې سبب شوي دي د تركيې په اړه د اروپايي ټولنې په دريځ كې بدلون راشي.

 

له فرانسې د ولسمشر رجب طيب اردوغان ليدنه د تركيې له پلوه دوه مهمې لاسته راوړنې لري. په لومړي سر كې د تركيې لخوا د سياسي اتفاقونو د چوكاټ پراخول او د دفاعي صنايعو په برخه كې د همكارۍ د پروتوكول لاسليكول دي.

د تركيې – امريكا ترمېنځ اړيكې ځكه ترينګلي دي چې د انقرې د پر له پسې نيوكو سره سره  امريكا د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي سره نږدې نظامي همكاري لري. سربېره پر دې د ترمپ لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو پرېكړه  هم د تركيې د سخت غبرګون سره مخامخ شوه. د تركيې په مشرۍ د ملګرو ملتونو په سازمان كې د امريكا ددې پرېكړې پر وړاندې د رايې اچونې بريالى بهير هم ددې سبب شوى دى چې د امريكا سره اړيكې لا پسې ترينګلې شي. تركيې په همدې اساس د امريكا، جرمني او هالنډ سره د ترينګلو اړيكو په مقابل كې د انګلستان او فرانسې سره خپلې اړيكې تودې ساتلي او پدې توګه يې له يوې خوا د ملي ګټو د ستانې هڅه كړې او د بلې خوا يې د توازن سياست يې غوره كړى دى.  له اروپايي ټولنې د انګلستان د وتلو سره سم ددې ټولنې تر ټولو پياوړي هېوادونه جرمني او فرانسه دي. فرانسه د جرمني برخالف د تركيې سره په متقابل احترام ولاړې اړيكې غواړي. تركيه هڅه كوي چې د جرمني د منفي سياست مخه د فرانسې سره د ښو اړيكو په درلودلو سره ونيسي.

له فرانسې د ولسمشر د ليدنې بله مهمه لاسته راوړنه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دفاعي صنايعو په ډګر كې د متقابلې همكارۍ د پروتوكولا لاسليكول دي. د تركيې د دفاعي صنايعو د ادارې او د يوروسام ترمېنځ د لرې واټن ويشتونكي هوايي دفاعي سيستم د پروژې تړون د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور كې لاسليك شو. تركيې له يوې خوا له روسيې نه د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو د دفاعي سيستم د پېرودلو چارې جاري ساتلي دي او د بله پلوه يې د ناټو په سازمان كې د متفقو هېوادونو سره په ګډه د نوي دفاعي سيستم د رامنځته كولو هڅه كوي. تركيه غواړي چې خپل هوايي حريم د بېلابېلو دفاعي سيستمونو په واسطه وژغوري.

تركيې د خپلو دفاعي صنايعو په برخه كې پدې وروستيو كلونو كې د پام وړ پرمختګ كړى دى. دا بهير د تركيې د بهرني سياست سره اوږه په اوږه پر مخ يوړل كيږي. د جرمني او امريكا لخوا د دفاعي صنايعو نه په بهرني سياست كې پر تركيې باندې د فشار د يوې وسيلې په توګه كار اخيستل كيږي. تركيې ددې په مقابل كې د فرانسې، انګلستان، روسيې، اوكراين او پاكستان په څېر د هېوادونو سره د همكارۍ هڅه كړې ده.

له فرانسې د ولسمشر اردوغان د ليدنې پر مهال په يو شمېر نورو ډګرونو كې هم پروتوكولونه لاسليك شول. د بېلګې په ډول د تركيې د هوايي كرښو او د ايرباس د الوتكو د جوړولو د شركت ترمېنځ د ۲۵ مسافروړونكو الوتكو د پېردلو په اړه هم يو تفاهمليك لاسليك شو.

تركيه هڅه كوي چې په لوېديځه نړۍ او په ځانګړي توګه په اروپا كې د سياسي بې ثباتۍ نه د ځان په ګټه استفاده وكړي. 



اړوند خبرونه