په انګلستان كې ترهګري بريد

د ترهګرو هدف دا ځل مسلمان لمونځ كوونكي ول.

په انګلستان كې ترهګري بريد

 

 

په پلازمېنه لندن كې د فينزبري پارك په سيمه كې يو تن د موټر په واسطه پر هغو مسلمانانو بريد وكړ چې د تراوېحو د لمانځه د ادا كولو نه وروسته  خپلو كورونو ته تلل.

له نېكه مرغه په پېښه كې تر اوسه پورې څوك وژل شوى نه دى خو لس تنه ټپيان شوي دي.  د روغتيايي چارواكو د معلوماتو پر اساس د درې تنو ټپيانو روغتيايي حالت ترينګلى دى.

دا په داسې حال كې ده چې د مسجد امام بيا وايي چې په پېښه لږ تر لږه يو تن وژل شوى دى.

د بريد كوونكو نه يو تن نيول شوى او دوه تنه نور يې په تېښته بريالي شوي دي.

د انګلستان د مسلمانانو شورا دا ترهګري بريد وباله او زياته يې كړه چې اړوند تدابير بايد ونيول شي.

ويل كيږي چې بريد ګر تر نيول كېدو وروسته چيغې وهلې چې`` مسلمانان وژنم!``


پيوندونه: بريد , مسلمانان , لندن

اړوند خبرونه