په لندن کې داځل په مسلمانانو خونړی برید وشو

په لندن کې د یوې میاشتې په دننه کې دویم خونړی برید

په لندن کې داځل په مسلمانانو خونړی برید وشو
په لندن کې په مسلمانانو خونړی برید وشو
په لندن کې په مسلمانانو خونړی برید وشو

د لندن  تر ټولو  د لوی جامع جومات په مخکې په لمونځ کوونکو د موټر پر مټ  خونړی برید وشو

په لندن کې  د مسلمانانو  تر ټولو  د لوی جامع جومات ترڅنګ په مسلمانانو  خونړی برید وشو.

په پيښه کې  یو تن ژوند د لاسه ورکړی  او لس تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه  د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون  خبریال  د لندن نه  ویلي دي  چې  د برید اصلي هدف  مسلمانان ول. ځکه چې برید  د تراویح د لمانځه نه وروسته  د جومات نه د لمونځ کوونکو د راوتو  پر مهال  په لمونځ کوونکو  شوی دی .

ځیني  عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي ( مسلمانان  وژنم )  د سورو او نارو نه وروسته  ګن شمیر مسلمانان  د موټر لاندې کړل.

عیني شاهدانو ویلي دي چې  برید کوونکی  په سیمه کې د خلکو لخوا د موټر نه ښکته  او ونیول شو او وروسته بیا پولیسو ته وسپارل شو. ویل کیږي  د پیښې په سیمه کې  ډیری  مسلمانان  ژوند کوي.

په پيښه کې  ۱۰ تنه ټپیان شوي دي چې  د ۳ تنو روغتیايي حالت  باریکه  دی. ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال  او د درملنې لاندې قرار لري.

ویل کیږي  دا  په اصل کې  یو اسلام فوبیک  برید  دی  خو د لندن  پولیسو  تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي او د پیښې نه يي د سترې پیښې په توګه یادونه کړې ده .

د بله پلوه  د فینسبوري  د جامع  جومات امام  محمد  کوزبا  خبریالانو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې د ټپیانو سربیره  ځینو کسانو ژوند هم  د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل  چې  دم ګړۍ نشي کولی  چې  د پیښې د مړو او ټپیانو د دقیقې شمیرې په اړه څه ووایي خو  نن  ماښام  په تراویح کې  د تیرو شپو په پرتله د ګډون کچه  ډیره لوړه وه.

هغه وویل چې  دې جومات ته هره شپه په سلګونو تنه  لمونځ کوونکي راځي.

هغه ویلي دي چې دا پیښه باید  د ترهګرې پیښه توګه  اعلان شي.

امام ویلي دي چې  دا  یو قصدي  پيښه  ده. برید کوونکي په قصدي ډول  هغه کسان  چې لمونځ کوونکي  په نښه کړي دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي چې  لومړی   مسلمانان وژنم  په څیر  سورې نارې واوریدې  چې  سمدلاسه وروسته يي ولیدل  یو تن  سپین پوستې  په مسلمانانو چې د جومات  نه راوتلي وو  موټر وچلولو  او ګڼ شمیر يي  د موټر لاندې کړل.

دې عیني شاهد هم  ویلي دي چې پدې پيښه کې  یو تن ژوند د لاسه ورکړ.

د پیښې یو تن عیني شاهد عبدالرحمان  خبريالانو ته وویل چې « د جومات په مخکې یو تن  زوړ  سړي  چې  ګمان کیږي  ناروغه وو  او مرستې ته يي اړتیا درلوده  ۱۰ یا ۱۲ کسه  يي ترڅنګ راټول شوي وو. پدې وخت کې په ناڅاپي ډول  سره  یو سپین  میني بس  ډوله  موټر د راټولو شوو خلکو پر لورې راغی  او ټول يي د موټر لاندې کړل. وروسته  برید کوونکی  د موټر نه راښکته شو  او ټول مسلمانان  وژنم  په څیر  سورې او نارې پيل کړې . پدې وخت کې  مونږ  برید کوونکی  ونیو او په مځکه مو  چپه کړ. د پولیسو تر راتګه مو  هغه  کلک  نیولی وو او وروسته مو پولیسو ته  وسپاره. هغه وویل چې پولیس  د پیښې نه  تقریبآ  نیم  ساعت وروسته  راغلل. د پولیسو نه مخکې امبولانس  راغی. »

عیني شاهد وویل چې برید کوونکی  سپین پوستې  او قوي هیکله  سړی وو.

د انګلستان لومړۍ وزیر تیریزا مې  د نوموړي برید نه  د ستر وحشتناک برید په توګه یادونه وکړه او ویلي دي د پولیسو لخوا څیړنې دوام لري خو ګمان کیږي چې  دا یو احتمالي  تروریستي  برید وي. 



اړوند خبرونه