اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس  د ډلې اړوند په ۹ مرکزونو  هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلو په غزې هوايي بریدونه وکړل

اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس  د ډلې اړوند په ۹ مرکزونو  هوايي بریدونه وکړل.

 اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس  د ډلې اړوند په ۹ مرکزونو  هوايي بریدونه وکړل.

د اسراییلو د پوځ ویاند  د ټویټر له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  اسراییلو جنګي الوتکو په غزه کې  د حماس په دوو نظامي مرکزونو  په ګډون د وسلو جوړولو په نهمو  مهم  نقطو  هوايي بریدونه کړي دي.

نوموړي ویلي دي چې دا بریدونه  د غزې لخوا د اسراییلو پر لورې راکټي بریدونو د الوزل شوو هوايي بالونونو  او بډیو  په ځواب کې ترسره شوي دي.

عینې شاهدانو ویلي دي چې  اسراییلي جنګي الوتکو په غزه کې د حماس اړوند په ۳ مرکزونو  ۱۲ د توغندیو بریدونه کړي دي. پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

ویاند ویلي دي چې  د غزې له لورې په اسراییلو ۳ راکټي بریدونه شوي دي چې یو راکټ پخپله د غزې په پولو کې لګیدلی دی.

د بله پلوه  ویل شوي دي چې  فلسطینیانو  تیره ورځ  د غزې نه  د اسراییلو پر لورې  د اور او ګازو نه ډک  ځینې بالونونه  ګوزار کړي چې له امله يي په ځینو ځایونو کې اورلګیدنې رامنځته شوې وې.



اړوند خبرونه