امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د بشار اسد په ځواکونو  خونړی هوايي برید وکړ.

ایتلافي ځواکونو د اسد په پلوي ځواکونو هوايي برید کړی

امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د بشار اسد په ځواکونو  خونړی هوايي برید وکړ.

 امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د بشار اسد په ځواکونو  خونړی هوايي برید وکړ.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې  لږ تر لږه  ۳۸ د اسد ځواکونه وژل شوي دي.

د سوریې  د رسمي خبري اژانس  سانا د خبر له مخې  د امریکا په مشرۍ  د ایتلافي ځواکونو  اړوند  جنګي الوتکو  د عراق د پولو سره  د اسد ځواکونو اړوند  په یوې  قرارګاه  هوايي برید کړی دی.

پدې برید کې  ګن شمیر سرتیرو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .

د بله پلوه  په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې دی  ویلي دي چې  دا برید د ابو کمال په ښار کې شوی دی.

په برید کې  لږ تر لږه  ۳۸ تنه د اسد پلوي سرتیري وژل شوي دي  او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.

خو  د امریکا په مشرۍ  د ایتلافي ځواکونو ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي  دي چې برید  ددوې لخوا ندی شوی دی.



اړوند خبرونه