په فلسطين كې " د سپی د زوى!" كړكېچ

د فلسطين د دولت مشر محمود عباس يوې غونډې ته د وينا پرمهال په اسراييلو كې د امريكا سفير ته د  " د سپی د زوى" خطاب وكړ.

په فلسطين كې " د سپی د زوى!" كړكېچ

 

 

عباس په تل آبيب كې د امريكا سفير ډېوېډ فريډمن ته په خطاب كې چې د فلسطين په يرغمل شوې خاوره كې د يهودي مېشتځايونو نه يې دفاع كړې وه، د غير ډيپلوماټيكي چلند له امله تر نيوكو لاندې دى.

فريډمن پخوان ويلي وو چې `` يهودي مېشتځايونه د اسراييلو يوه برخه ده.``

محمود عباس چې يوې غونډې ته وينا اوروله وويل چې `` يو زيات شمېر امريكايي چارواكي دا مني چې د يهودي مېشتځايونو جوړول مشروع دي. ددى په سر كې په تل آبيب كې د امريكا سفر ډېوېډ فريډمن ځاى لري. هغه وايي چې يهودان په خپله خاوره كې مېشتځايونه جوړوي. د سپي زويه! آيا هغوى په خپله خاوره كې مېشتځايونه جوړوي؟ هغه د اسراييلو لپاره د امريكا سفير دى. له هغه څه تمه  لرو.``

فريډمن تېره مياشت يوې مجلمې سره په مركه كې ويلي وو چې ``په لوېديځه تراړه كې د يهودانو د مېشتځايونو د ورانولو په صورت كې  به په هېواد كې كورنۍ جګړه پيل شي. يهودان دې ځاى ته د خپلې خاورې په سترګه ګوري او دلته اوسيږي.``

په تل آبيب كې د امريكا سفير فريډمن د عباس د څرګندونو په ځواب كې وويل چې `` ابو مازن ماته د سپي د زوى خطاب كړى دى. آيا دا سياسي تګلاره ده كه د يهودانو دښمني؟ ځواب يې تاسې ته پرېږدم. ``

د بله پلوه د اسراييلو لومړي وزير بينيامين نتانياهو هم د عباس د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى دى. د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې `` د فريډمن پر وړاندې د عباس لفظي حمله ددې ښكارندويه ده چې د فلسطين ادارې د حقيقت پر وړاندې خپله حوصله له لاسه وركړې ده.



اړوند خبرونه