امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د اسد د رژیم  اړوند  جنګي  الوتکه  راوغورځوله.

امریکا د اسد رژیم جنګي الوتکه وویشتله

امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د اسد د رژیم  اړوند  جنګي  الوتکه  راوغورځوله.

امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د اسد د رژیم  اړوند  جنګي  الوتکه  راوغورځوله.

امریکا  د سرویې  د رقه ښار اړوند  د الطبقه  په ولسوالۍ کې د اسد رژیم اړوند  جنګي الوتکه وویشتله.

د سوریې  رژیم  هم  ددې پيښې پخلی کړی دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  امریکايي ځواکونو هله  د اسد د رژیم  اړوند جنګي الوتکه وویشتله  چې  د الطبقه په سیمه کې د پې وای ډي ترهګرې ډلې چې د امریکا  ملاتړ ترشا لري  په موضع ګانو  بمبارۍ وکړې.

اسد رژیم  ویلي دي چې  امریکايي ځواکونو  تیره شپه  د ۸ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې  د الطبقه په ولسوالۍ کې ددوې جنګي الوتکه  وویشتله.

د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو  د لومړي ځل لپاره  د روان میلادي کال  د اپریل په ۷ مه نيټه  په حمص ښار کې  د اسد د ځواکونو اړوند  په یوې هوايي هډې  د توغندیو بریدونه وکړل.

همداشان  ددینه وروسته  امریکا  د التنف  په سیمه کې  د اسد د رژیم په عسکري کتار برید وکړ.

همداشان  امریکايي ځواکونو داځل بیا  د اسد رژیم اړوند  سو ۲۲ ډوله  جنګي الوتکه  چې د پې وای ډي ترهګرې ډلې په هدفونو يي بمبارۍ کولې  وویشتله.

د سوریې  د رژیم  د دفاع وزارت ویلي دي چې  امریکا هله ددوې الوتکه  ویشتې ده چې د الطبقه په سیمه کې  د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو  هوايي برید کولو. الوتکه  د رقه په لویدیځ کې د الرسافه  په سیمه کې غورځیدلې ده .

د الوتکې  د پیلوټ برخلیک  تر اوسه پورې معلوم ندی.



اړوند خبرونه