د ایران او پاکستان په پوله کې نښته کې  لږ تر لږه  ۶ تنه وژل شوي دي.

د ایران او پاکستان په پوله کې د ایراني ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه نښته وشوه

د ایران او پاکستان په پوله کې نښته کې  لږ تر لږه  ۶ تنه وژل شوي دي.

د ایران او پاکستان په پوله کې نښته کې  لږ تر لږه  ۶ تنه وژل شوي دي.

د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو د رسنیو دفتر لخوا په  خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د پاکستان سره په پوله کې د ایران د سیستان و بلوچستان  ایالت  د میرجاوه  په سیمه کې  د امنیتی ځواکونو  او برید کوونکو ترمنځه  قوي نښته شوې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نن  د سهار په ساعتونو کې یوه ډله  برید کوونکي چې د پاکستان له لورې د ایران خاورې ته راداخل شوي وو  غوښتل يي چې  په ایراني پوله ساتو ځواکونو برید وکړي د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې نښته کې  ۳ تنه برید کوونکي  او یو تن هم  ایراني سرتیری  وژل شوي دي.

په نښته کې  ګڼ شمیر  برید کوونکي ټپیان  او د سیمې نه تښتیدلي دي.

د بله پلوه  ویل شوي دي چې په یاده شوي سیمه  د ایران په انقلاب ساتوونکو ځواکونو بمي برید شوی دی چې له امله يي  ۲ تنه سرتیري مړه او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ویلو ده چې  دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان له لورې برید کوونکي  په ایراني ځواکونو  برید کوي.

ایران  د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې پاکستان په بې غورۍ  تورنوي  او وايي  چې پدې اړه يي تر اوسه پورې هیڅډول تدابیر ندي نیولي.



اړوند خبرونه