نواز شریف د ټول عمر لپاره د سیاست او دولتي دندې اجراء کولو نه منع شو

د پاکستان  په  پخواني  لومړي  وزیر  نواز شریف  د ټول عمر لپاره  په سیاست  او دولتي  دندې  اجرا‌ء کولو  بندیز ولګول شو.

نواز شریف د ټول عمر لپاره د سیاست او دولتي دندې اجراء کولو نه منع شو

 د پاکستان  په  پخواني  لومړي  وزیر  نواز شریف  د ټول عمر لپاره  په سیاست  او دولتي  دندې  اجرا‌ء کولو  بندیز ولګول شو.

د پاکستان  پخوانی  لومړی وزیر نواز شریف چې تیر کال د محکمې لخوا  له دندې ګوښه کړې شو  داځل  د ټول عمر لپاره د سیاست نه منع شو.

د پاکستان  د اساسي قانون محکمې  د اساسي قانون د ۶۲مې مادې  له مخې   په نواز شریف  د ټول عمر لپاره په سیاست  او دولتي دندې اجراء کولو  بندیز لګولو حکم  وکړ.

محکمې د نواز شریف  سربیره  د تحریک انصاف د ګوند  منشي جهانګیر ترین  هم  د ټول  عمر لپاره د سیاست نه منع کړ.

د یادولو وړ ده چې  د پاکستان  سترې محکمې  د ۲۰۱۷ کال  د جولای په  ۲۸ مه نیټه  پخوانی لومړی وزیر  نوازشریف د درغلیو او  صلاحیتونو نه د ناوړه ګټې پورته  کولو په خاطر  له دندې ګوښه کړ.

همداشان  محکمې  د نواز شریف  د کورنۍ  غړيو په اړه   چې نومونه يي د پاناما د درغلیو په اسنادو کې ذکر شوي وو  د تحقیقاتو په خاطر  د یو کمیسیون  د جوړولو  حکم کړی وو.



اړوند خبرونه