د احمدي نژاد مرستیال په ۱۵ کلونو بند محکوم شو

د ایران د پخواني ولسمشر مرستیال په ۱۵ کاله بند او ۴۳ میلیارده تومن نقدي جزا محکوم شو

د احمدي نژاد مرستیال په ۱۵ کلونو بند محکوم شو

د ایران  د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد  مرستیال حمید بقايي  د اداري فساد او بډو اخیستو په تور په ۱۵ کلونو بند  او ۴۳میلیارده تومن نقدي   جزا  محکوم شو.

د احمد نژاد مرستیال  د محکمې د پریکړې نه وروسته  ونیول شو.

د پلازمینې  تهران د محاکمو ریس  غلام حسین اسماعیلي د میزان  خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې  د حمید بقايي  محاکمه  نهايي شوه  او تمیز محکمې هم  د هغه په اړه د  لومړنۍ محکمې  پریکړه تایید کړه.

هغه وویل چې  د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد  مرستیال حمید بقايي  د خپلو صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې  ، اداري فساد او بډو اخیستو په تور  په ۱۵ کاله  بند  او ۴۳ میلیارده تومن  نقدي  جزا  محکوم شو.

هغه وویل چې  د تمیز محکمې لخوا د هغه  په اړه د حکم د نهايي کیدو سره سم  هغه ونیول شو او زندان ته واستول شو.

د بله پلوه  د تهران د محابسو  مشر  خبري رسیو ته ویلي دي چې  حمید بقايي پرون سې شنبه  نیول شوی  او زندان ته  تسلیم شوی دی.

د ویلو ده چې  حمید بقايي  د بند او نقدي جزا سربیره  د درو وهلو په سزا هم  محکوم  شوی دی.

د احمدي نژاد مرستیال  د تیر کال  د جولای په میاشت کې  د اداري فساد او بډو اخیستو په تور نیول شوی وو خو وروسته يي په زندان کې  غذايي اعتصاب باندې لاس پورې کړ چې د اعتصاب په پایله کې روغتیايي حالت ډیر خراب شوی وو.

د روغتیایي حالت د خرابیدو نه وروسته په روغتون کې بستري کړی شو.

همداشان  نوموړو  وروسته  د ۵ میلیونه ډالرو په ضمانت سره  د محاکمې د دوام  په شرط  خوشې شو.

د تمیز محکمې لخوا  د هغه په اړه  د نهايي پریکړې نه وروسته  تیره ورځ ونیول شو او زندان ته  واستول شو.



اړوند خبرونه