په پاكستان كې ځانمرګى بريد

د پاكستان د بلوچستان په ايالت كې پر يو زيارت باندې د ځانمرګي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي دي.

په پاكستان كې ځانمرګى بريد

 

د پاكستان د بلوچستان په ايالت كې پر يو زيارت باندې د ځانمرګي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي دي.

د سيمه ايزو امنيتي چارواكو د معلوماتو له مخې دا بريد د فاتحپور پر زيارت په داسې حال كې شوى دى چې لسګونه كسان ورته راغلي وو.

د چارواكو په وينا بريدګر غوښتل چې زيارت ته ننوځي خو د امنيتي چارواكو لخوا يې مخه ونيول شوه.

په پېښه كې يو زيات شمېر كسان ټپيان شوي هم دي.



اړوند خبرونه