په پیښور کې په پولیسو برید وشو

تیره شپه  په پیښور کې  په پولیسو خونړی  برید وشو.

په پیښور کې په پولیسو برید وشو

تیره شپه  په پیښور کې  په پولیسو خونړی  برید وشو.

د پيښور  د پولیسو د معلوماتو له مخې  تیره شپه  د روژه ماتي نه وروسته  د پولیسو د ګزمې  په موټر د نامعلومو کسانو لخوا وسله وال برید وشو.

د پیښور د پولیسو یو تن مشر فرقان بلال خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه  د پیښور د څمکنیو په سیمه کې  درې تنو موټر سایکل سپرو  د پولیسو د ګزمې په موټر ډزې وکړې.

په پیښه کې  ۳ تنو پولیسو ژوند  د لاسه ورکړ. همداشان  د پولیسو په موټر کې نورو پولیسو په برید کوونکو  ډزې وکړې چې یو تن يي  وویشتل شو او دوه تنه نر يي وتښتیدل.

په پیښه کې درو تنو پولیسو ژوند  د لاسه ورکړ چې جنازې به يي نن جمعه خاورو ته وسپارل شي.

د برید مسئولیت  کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه