د حقاني شبکې ته قوي ګوزار ورکړ شو

په پاکستان کې د حقاني  د شبکې  یو مهم  قومندان  ووژل شو.

د حقاني شبکې ته قوي ګوزار ورکړ شو

 په پاکستان کې د حقاني  د شبکې  یو مهم  قومندان  ووژل شو.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي دي چې  د حقاني  د شبکې  یو مهم  قومندان  د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

پداسې حال کې چې پاکستان  د حقاني شبکې  د مهم  قومندان  د وژلو پخلی کوي خو امریکا بیا پدې اړه  تر اوسه څه ندي ویلي.

د پاکستان د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې  د حقاني د شبکې نامتو قومندان عمر چې په  ابوبکر باندې  مشهور  وو  د هنګو ښار  د سپین تل سیمې د دیوال په کلي کې  وژل شوی دی. همداشان  د سیمې اوسیدونکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې برید کې  د عمر مشهور په ابوبکر  زوی  او دوه تنه نور هم  ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د حقاني د شبکې دا قومندان  په اصل کې  د افغانستان د خوست په ولایت کې  زیږیدلی دی.

د ویلو ده چې  افغان حکومت  دوه اوونۍ  مخکې  په کابل کې  د خونړي  ځانمرګي برید پړه  چې له امله يي  تر ۱۵۰ تنو ډیرو کسانو ژوند  د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول  د حقاني په شبکې اچولې ده. سره ددې چې  د حقاني  شبکې  دا برید رد کړی دی  خو افغان حکومت وايی چې پدې اړه کره اسناد او شواهد لري چې دا برید  د حقاني د شبکې لخوا  شوی دی.



اړوند خبرونه