په سعودي عربستان كې ۸۵ زره كلن كشف

د سعودي عربستان په يوې دښته كې د انسان اړوند د يوې لرغونې ګوتې فويسل موندل شوى دى.

په سعودي عربستان كې ۸۵ زره كلن كشف

 

 

لرغونپوهانو د سعودي عربستان په يوې دښته كې د له يوې درې نه د انسان اړوند د يوې ګوتې داسې فوسيل موندلى دى چې عمر يې شاوخوا ۸۵ زره كاله دى.

پدې ډول دا به ثابته شي چې ۸۵ زره كاله وړاندې د عربو په شبه جزيره كې انسانانو ژوند كولو.

پدې اړه د ګريفيت د پوهنتون يو لرغونپوه جوليان لاويس څرګنده كړه چې دا كشف به د افريقا له شماله د لومړنيو انسانانو د تاريخي سفر د تيورۍ په اړه چې شاوخوا ۶۰ زره كاله وړاندې پيل شوى دى، نوي شكونه رابرسېره كړي.

دا څېړنې د سعودي عربستان د ملي ميراثونو د كمېسيون په ملاتړ د الوسطا په سيمه كې روانې دي. په سيمه كې همداراز د حيواناتو هډوكي او له ډبرو جوړ شوي وسايل هم موندل شوي دي.



اړوند خبرونه