د لوېديځې تراكيا تركان: اسيميلاسيون بند دى!

پدې هيله چې په يونان كې د بشري حقونو نه د سرغړونې د راپور په څېر نور راپورنه هم خپاره شي او نور هېوادونه هم ددې سرغړونو په اړه معلومات ترلاسه كړي.

د لوېديځې تراكيا تركان: اسيميلاسيون بند دى!

د لوېديځې تراكيا تركان: اسيميلاسيون بند دى!

د تركيې نړيوال ليدلورى - ۷ 

د موضوع په اړه په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونو ته ستاسې پام را اړوو.

داسې فكر وكړئ چې ستاسې له هويته څوك انكار وكړي. مثلاً كه ستاسې هويت ( تركي، جرمني، عربي، مسلمان، عيسوي او يا بل څه وي) او تاسې خپل ځان د همدې هويت پر اساس نورو ته ورپېژنئ  خو دولت درته ووايي چې نه، تاسې هغه نه ياست. ستاسې په څېر هويت پدې هېواد كې ژوند نه كوي. ستاسې غبرګون به څه وي؟

كيداى شي ووايئ چې دولت حق نه لري چې د ټولنو د هويتونو سره سر او كار ولري. دا د دولت پورې اړه نه لري. دولت بايد د خپلو انسانانو مختلفو هويتونو ته درناوى ولري. داسې په حقه ياست. ځكه پدې زمانه كې دا ډول فاشيستي دريځ د هېچا لپاره د منلو وړ نه دى. دا بېلګې اوس يواځې په تاريخ كې ليدل كيږي او ژوندۍ بېلګه يې نشته دى.

له بده مرغه چې اوس هم په مدرنو ټولنو كې داسې بېلګې شته دى.  مثلاً د يونان په هېواد كې چې د اروپايي ټولنې غړيتوب هم لري، په خپل هېواد كې د مسلمانانو او تركانو له هويته انكار كوي. دا كسان چې ل تېرو زرو كلونو راهيسې پدې خاوره كې اوسيږي، د يونان د دولت لخوا يې اسيميلاسيون هڅې روانې دي. دا تراژيدي د لوېديځې تراكيا د سيمې د تركانو نه ده چې پخوا د عثماني امپراتورۍ د قلمرو يوه برخه وه خو اوس د يونان پورې اړه لري.

د لوېديځې تراكيا د سيمې تركي مسلمانانو حتى د عثماني امپراتورۍ تر تاسيس وړاندې هم په سيمه كې ژوند كولو. د عثماني امپراتورۍ د لمنځه تللو وروسته ددې ټولنې حقونه د نړيوالو حقوقو او دوه اړخيزو تړونونو په واسطه وساتل شول خو په عملي ډګر كې دا تړونونه په هېڅ دول نه عملي كيږي. راځئ پدې اړه يوې مهمې بېلګې ته ستاسې پاملرنه جلب كړم.

ټپي شعور

كه څه هم سياسي، اقتصادي او كلتوري حقونه او پدې پورې تړلې آزادۍ د يوې ټولنې د بقا لپاره ډېرې مهمې دي خو دا چې انسان خپل ځان څرنګه نورو ته ورپېژني، يعنې خپل هويت څرنګه معرفي كوي، دا تر ټولو مهم دي. دا په اصل كې د بشري حقونو له اساساتو دي. د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۶مې مادې پر اساس `` هر څوك چې هر چېرې وي د خپل حقوقي شخصيت د په رسميت پېژندل كېدلو حق لري.``  دا چې شخص څرنګه خپل ځان نورو ته ورپېژني، دا دده شخصي تصرف دى او دولت په كې د لاسوهنې حق نه لري. دا د انسان د شخصيت مهمه برخه ده.  د يو انسان له هويته انكار كولو په حقيقت كې د هغه له شتوالي د انكار په معنى دى. د نامتو لبناني ليكوال امين معلوف په وينا `` د انسان هويت دده د بدن له هغو برخو جوړ شوى دى چې ډېر ژر ټپي كېدلى شي. دا ځكه چې  كه چېرې له هغه هويته چې دى پرې ځان پېژني، د نورو لخوا انكار وشي، دده لپاره ډېره سخته تماميږي. دا كس د خپل هويت د پېژندلو په موخه هر ډول فشارونو ته خپله سينه سپر كوي. د بېلګې په ډول لومړنيو عيسويانو او نوو مسلمانانو د خپلو پخوانيو هويتونو د ساتنې په موخه پوره مبارزه كړې ده. ددې مبارزې پر لار كې يې لويې قربانۍ وركړې دي.

انكار شوى تركي هويت

د يونان په خاوره كې د لوېديځې تراكيا د سيمې د تركانو حالت هم د پورتنۍ وينا سره اړخ لګوي. پدې سيمه كې په ۱۹۲۷م كال كې د `` ايسكچه د تركانو د ټولنې`` په نامه يوه ټولنه جوړه كړه چې تر ۱۹۸۰يمو كلونو پورې يې فعاليت وكړ. ددې ټولنې په نوم كې د `تركي` كلمې له امله په ۱۹۸۳م كال كې پرې بنديز ولګول شو او لوحه يې لرې شوه. دا ټولنه د يونان محاكمو لخوا `` په لوېديځه تراړه كې د تركي په نامه څوك نشته`` پرېكړې سره وتړل شوه.  د ايسكچه د سيمې اوسېدونكو پدې اړه د اروپا د بشري حقونو محكمې ته مراجعه وكړه چې په ۲۰۰۸م كال كې دې محكمې د تركانو په ګټه پرېكړه وكړه. د يونان د حقوقي سيستم پر اساس د اروپا د بشري حقونو د محكمې پرېكړې په اتوماتيك ډول نه عملي كيږي. ددې لپاره يو ځل بيا محاكمو ته بايد مراجعه وشي. پدې اړه وروستۍ دعوا د ګومولجينه په محكمه كې فيصله شوه چې بيا د تركانو په تاوان وه.

په ۱۹۸۳م كال كې د بشري حقونو خلاف دې پرېكړې د بېرته اصلاح لپاره دا ۳۵ كلونه كيږي چې حقوقي مبارزه روانه ده. د لوېديځې تراكيا مسلمان تركان په پوره ارادې سره د قانون په چوكاټ كې خپله مبارزه جاري ساتي. دوى د ۳۵ كلونو راهيسې له اروپايي ټولنې چې پر يونان باندې فشار نه راوړي، د عدالت په تمه ناست دي. پدې بهير كې د يونان دولت د عدالت پر ځاى د ګواښ او فشار سياست غوره كړى دى.

د ملي مقاومت ورځ

د ۱۹۸۸ كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۹مه نېټه د لوېديځې تراكيا د سيمې تركانو د يوناني محاكمو د غير عادلانه پرېكړو پر خلاف پراخه لاريونونه پيل كړل. د همدې امله دوى د جنورۍ ۲۹مه د `ملي مقاومت د ورځې` په توګه نومولې ده. يوناني حكومت ددې ورځې د لاريونو پر وړاندې د ځپلو او فشار له سياست كار اخلي. په ۱۹۹۰يم كال كې د ملي مقاومت په ورځ د يونان د حكومت د ټولو فشارونو او ګواښونو سره سره د  سيمې زرګونو اوسېدونكو پراخه لاريونه ترسره كړل او له خپل هويته يې دفاع وكړه. ددې سوله ايزو لاريونونو پرمهال سختدريځو يونانيانو پرې بريدونه پيل كړل. په دوو ورځو كې د لوېديځې تراكيا د مسلمانو تركانو سلګونه كورونه، دوكانونه او كارځايونه د يوناني سختدريځو لخوا لوټ شول. ددې لاريونونو پرمهال د سيمې منتخب مفتي محمد آمين آغا او د يونان په پارلمان كې خپلواك وكيل احمد فايق اوغلو ټپيان شول خو د يونان پوليسو پدې ټولو ظلمونو باندې سترګې پټې كړې.

آيا دا يواځې له تركي هويته انكار دى؟

په يونان كې يواځې له تركي هويته انكار نه كيږي. په عين حال كې د لوېديځې تراكيا د تركانو نور حقونه چې د نړيوالو حقوقو او متقابلو تړونو پر اساس يې ضمانت شوى دى، د يوناني چارواكو لخوا په رسميت نه پېژندل كيږي. پدې لړ كې دوى ته اجازه نه وركول كيږي چې خپل مفتي پخپله وټاكي، پر ديني آزاديو يې محدوديتونه لګول شوي، د ملكيت د حق په برخه كې ورته مزاحمت شوى دى او د وقفونو مال او جايداتونه يې مصادره شوي دي. د ښوونې پر حقونو باندې يې محدوديت لګول شوى دى او حتى زرګونه تركان د يونان د هېواد له تابعيته ويستل شوي دي. پدې اړه د كاتب چلبي د پوهنتون لخوا په يونان كې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه په تركي، يوناني او انګليسي ژبو يو راپور هم خپور شوى دى چې په كې جزييات ځاى لري.

دا په داسې حال كې ده چې تركيې په هېواد كې د مېشتو يوناني عيسويانو د حقونو د ساتنې په موخه يو لړ مهم ګامونه پورته كړل. تركيې د آق دمار كليسا د بيا رغاونې وروسته پرانيستله، د مور ګابريل په نامه د عيسوي مدرسې مصادره شوې ځمكه يې بېرته ورته وسپارله او د ګوكچه آدا په سيمه كې يې يوناني ښونځى بېرته فعال كړ. سربېره پر دې يې په استانبول كې د بلغاريايانو مهمه او تاريخي كليسا بيا ورغوله او د شانداره مراسمو په ترڅ كې يې پرانيستله.

په لوېديځه تراكيا كې د مېشتو تركي مسلمانانو تر ټولو بدچانسي بيا دا ده چې پدې موده كې نړيوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د اروپايي ټولنې اړوندو ادارو د دوى فرياد نه دى اورېدلى او پدې برخه كې يې عملي ګامونه نه دي پورته كړي. ددې سرغړونو په اړه په اسلامي نړۍ هم پوره معلومات نه لري.

په تركيه كې د بشري حقونو ټولنې چې په هېواد كې ننه د بشري حقونو د ستونزو په اړه راپورونه جوړوي او د نورو سره معلومات شريكو خو په ګاونډي هېواد يونان كې پر تركانو باندې د روانو ظلمونو په اړه پوره معلومات نه لري او دې موضوع ته لږه پاملرنه كوي.

پدې هيله چې په يونان كې د بشري حقونو نه د سرغړونې د راپور په څېر نور راپورنه هم خپاره شي او نور هېوادونه هم ددې سرغړونو په اړه معلومات ترلاسه كړي.

د موضوع په اړه مو په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونې واورېدلې.

 

 



اړوند خبرونه