د ترهګرۍ سره د تركيې مبارزه

تركيه د تېرو ۳۰ كلونو راهيسې د ترهګرۍ سره  فعالانه مبارزه كوي. پدې لړ كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې په بريدونو كې د تېرو ۳۰ كلونو په اوږدو كې د زرګونه كسان وژل شوي او هېواد ته مادي او معنوي زيان اوښتى دى.

د ترهګرۍ سره د تركيې مبارزه

له ترهګرۍ سره د تركيې مبارزه

 

 

تركيه د تېرو ۳۰ كلونو راهيسې د ترهګرۍ سره  فعالانه مبارزه كوي. پدې لړ كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې په بريدونو كې د تېرو ۳۰ كلونو په اوږدو كې د زرګونه كسان وژل شوي او هېواد ته مادي او معنوي زيان اوښتى دى. پدې وروستيو كلونو كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې سره د تركيې د مبارزې په پايله كې دا ډله ډېره كمزورې شوې دې. سربېره پر دې د عراق او سوريې په خاوره كې د داعش د ترهګرې ډلې ګواښ هم تركيې ته متوجه شوى دى.  په تركيه كې د داعشي ترهګرو لخوا د يو لړ بريدونو وروسته حكومت ددې ډلې سره هم په فعالانه مبارزې پيل وكړي.

د تركيې امنيتي ځواكونه د پې كا كا او داعش دواړو پر وړاندې د وسله والې مبارزې په پايله كې پدې بريالي شوي دي چې هېواد د دوى لخوا متوجه ګواښ لږ كړي.  پې كا كا او داعش دواړو په سوريه كې د روانې جګړې له امله د قدرت له تشې په استفادې سره دا سيمه د تركيې د ناامنۍ په موخه كاوري. د تركيې چارواكي چې دې خطر ته متوجه دي په تېرو دوو كلونو كې يې له پولې بهر د سوريې او عراق په خاورو كې پر يو لړ عملياتو باندې پيل كړى دى.  تركيې د سوريې په خاوره كې د فرات د سپر د عملياتو په لړ كې د  داعش ګواښ تر يوه حده له منځه يوړ. اوس غواړي چې د زيتون د څانګې د عملياتو په واسطه په سيمه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې هم اړوند تدابير ونيول.

د سوريې په شمال كې د عفرين په سيمه كې د پي واى ډي ترهګره ډله د كلونو راهيسې هلته مېشته ده. دا سيمه چې د تركيې د سوېلي پولو سره نږدې پرته ده، تل يې د تركيې لپاره سر خوږى رامنځته كړى دى. د پي وا ډي ترهګره د امانوس د غرونو د لمنې په واسطه تركيې ته ترهګر، وسلې او مهمات رالېږي. د تركيې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په لړ كې يو زيات شمېر داسې وسلې او مهمات وموندل شول چې د سوريې له شماله تركيې ته راوړل شوي وو. په عفرين كې د پي واى ډي شتوالى ددې سبب شوى وو چې په سيمه كې د پې كا كا د ډلې لپاره پرسونل تربيه كړي او بيا يي د بريدونو لپاره دلته راولېږي. دې ترهګرو په نړيواله سطحه د تركيې پر وړاندې د پيل كړي پروپاګند په پايله كې د خلكو په اذهانو كې د تركيې مثبت تصوير ته زيان رسولو. د پي واى ډي لخوا د تركيې په سوېل كې د كيليس او ريحانلې پر ښارونو باندې د راكټي بريدونو په پايله كې يو زيات شمېر ملكي وګړي ووژل شول. د زيتون د څانګې د عملياتو د برياليتوب سره به تركيه د خپل سرحدي امنيت په موخه سيمه تر خپل كنترول لاندې ولري. سربېره پر دې به تركيه د ختېځې مديترانې اوبو ته د ترهګرې ډلې د لاس رسي مخه هم ونيسي. پدې ډول به د ترهګرو هغه امېد په اوبو لاهو شي چې غوښتل يې د سوريې په شمال كې له عراقه نيولې د مديترانې تر بحيرې پورې سيمه كې د ترهګرۍ يو دهليز رامنځته كړي.

د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي شتوالى نه يواځې د تركيې ملي امنيت ته ګواښ دى بلكې په عين حال كې دوى په پام كې لري چې د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا ته هم خطر رامنځته كړي. د پې كا كا ښاري جوړښت چې د كا جې كا په نامه ياديږي د سوريې، عراق، ايران او تركيې په خاورو كې د خپلواك `كردستان` د جوړولو خوبونه ګوري. ترهګرو د سوريې او عراق  په خاروه كې د خپل حاكميت لاندې سيمو كې د تش په نامه د شمالي سوريې فدرالي سيمه اعلان كړې ده او هلته يې مصنوعي ټاكنې ترسره كړې دي.

تركيه په پام كې لري چې د زيتون د څانګې د عملياتو په واسطه د عفرين په سيمه كې مېشت خلك د پي واى ډي د ترهګرې ډلې له ظلمونو او زور زياتي هم وژغوري. د عفرين د سيمو د نفوسو يوه زياته برخه كردان دي. دا كردان د پي واى ډي له وېرې يا تركيې او عراق او يا هم اروپا ته تښتېدلي دي. يواځې په تركيه كې شاوخوا ۳۰۰ زره كردان ژوند كوي چې د پي واى ډي د ظلمونو له امله يې خپله سيمه پرې اېښې ده. تركيه هڅه كوي چې د آزادې سوريې د اوردو د جنګياليو سره اوږه په اوږه د عفرين سيمه له ترهګرو ونيسي او بېرته يې خپلو اصلي خاوندانو ته وسپاري. تركيې د عفرين په سيمه كې داسې اعلاميې هم وېشلي دي چې په كې راغلي دي، `` عفرين د عفرينيانو دى.``

تركيې د سوريې د عفرين په ښار كې د زيتون د څانګې تر نامه لاندې د پيل كړو عملياتو سره چې د آزادې سوريې د اوردو ځواكونه يې هم ملاتړ كوي، د ترهګرو يو زيات شمېر هدفونه په اوبو لاهو كړي دي. پدې لړ كې د تركيې د سوېلي سرحدونو د  امنيت او د ترهګري بريدونو د خطر د لمنځه وړولو سره بېره د سوريې د ځمكنۍ بشپړتيا د ساتنې هدف هم لري. تر ټولو مهم انساني هدف يې د ترهګرو د منګولو نه د عفرين د سيمې د ژغورلو او دا سيمه خپل اصلي خاوندانو ته سپارل دي. د فرات د سپر د عملياتو پر مهال داعش له سيمې پاك شو چې په عين وخت كې په تركيه كې داعشي ترهګرو بريدونه هم په ټپه ودرېدل. كه چېرې عفرين هم له ترهګرو پاك شي نو په تركيه كې ددنه ددې ډلې د ترهګرو لخوا بريدونه به هم پاى ته ورسيږي.

د زيتون د څانګې عمليات به ددې سبب شي چې ترهګر په سوريه كې دننه هم كمزوري شي. د منبج، رقه، حسك او ديرالزور په سيمه كې مېشت ملكي وګړي به هم ددې جسارت ومومي چې د ترهګرې ډلې پر خلاف خپل غږ پورته كړي. په منبج كې عام وګړي د ترهګرو پر خلاف راپاڅېدلي دي. حتى د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكي چې اوسمهال له ترهګرۍ ملاتړ كوي، ډېر ژر به پدې پوه شي چې دا كار يې سم نه و.



اړوند خبرونه