په هلمند کې د ملي‌ اردو په سرتیرو ځانمرګی برید شوی

د افغانستان  د هلمند په ولایت کې  د ملي‌ اردو په یوې قرارګاه  ځانمرګی برید وشو.

په هلمند کې د ملي‌ اردو په سرتیرو ځانمرګی برید شوی

د افغانستان  د هلمند په ولایت کې  د ملي‌ اردو په یوې قرارګاه  ځانمرګی برید وشو.

نن  د سهار په ساعتونو کې  د هلمند ولایت  د نادعلي‌ په ولسوالۍ کې  د ملي‌ پوځ  په یوې قرارګاه  د موټر پرمټ  ځانمرګی برید وشو.

د هلمند د والي‌ ویاند  عمر ځواک  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  پیښه  د نادعلي‌ ولسوالۍ  د شیرجان په سیمه کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې  ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ د مازدا ډوله  موټر  پر مټ  د ملي‌ اردو په یوې قرارګاه  برید وکړ.

په برید کې  لږ تر لږه  دوه تنه سرتیري‌ وژل شوي‌ دي‌ او  څلور تنه  نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه  د سیمې عیني‌ شاهدانو بیا خبري  رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې  د ۱۵ تنو ډیرو  پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 



اړوند خبرونه