د كندهار د بريد په اړه د تركيې غبرګون

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د كندهار په ولايت كې د ترهګري بريد په اړه يوه رسمي اعلاميه خپره كړه.

د كندهار د بريد په اړه د تركيې غبرګون

 

 د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د كندهار په ولايت كې د ترهګري بريد په اړه يوه رسمي اعلاميه خپره كړه.

په اعلاميه كې راغلي دي چې ``دا وحشيانه بريد چې په كې لسګونو كسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، په كلكو ټكو غندو. په بريد كې وژل شو كسانو ته د الله ج نه د رحمت غوښتنه كوو او د د ورور هېواد افغانستان حكومت او خلكو ته د خپل تسليت پيغام وړاندې كوو.``

نن ماسپښين د كندهار ولايت په ښار كې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر په واسطه د ځانمرګي بريد په پايله كې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۳۹ تنو زيات ټپيان شوي دي.


پيوندونه: كندهار بريد

اړوند خبرونه