په ننګرهار کې د داعش مهم کس ونیول شو
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې یو تن کس ونیول شو.

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې یو تن کس ونیول شو.
د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې امنیتي ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې د ننګرهار ولایت نه کونړ ولایت ته اکمالاتو مسئول نیولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ذبیح الله نامی داعشي ترهګر د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي ترهګر په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د ننګرهار نه به يي کونړ ولایت ته د بیلا بیلو لارو څخه وسلې او مهمات استول. هغه ویلي دي چې د څه باندې یو کال راهیسې د ننګرهار نه کونړ ته د داعش ترهګرې ډلې د اکمالاتو د مسئول په توګه دنده ترسره کوله.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو تیره ورځ د ننګرهار نه لغمان ته د طالبانو د وسلو او مهماتو اکمالاتي مشر نیولی وو.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې په عراق او سوریه کې د ماتې خوړو نه وروسته ټول پام افغانستان ته رااړولی دی. ویل کیږي ډیری داعشیان هڅه کوي چې افغانستان ته راشي او ډیری وار د مخه راغلي دي.
داعش چې د ۲۰۱۵ کال په پیل کې په افغانستان کې په ډیره محدوده توګه فعالیت پيل کړی وو نن يي د فعالیت لمن د هیواد یو زیات شمیر برخو ته پراخه کړې ده . داعش په اوایلو کې یواځې د افغانستان په ختیځو برخو کې په د پاکستان سره په سرحدي سیمو کې فعالیت کولو خو نن ورځ د افغانستان شمالي ولایتونو کې هم پراخه فعالیت لري.