په جوزجان ولایت کې داعش ته ستر ګوزار ورکړ شو

د افغانستان په شمال کې  د جوزجان په ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

په جوزجان ولایت کې داعش ته ستر ګوزار ورکړ شو

د افغانستان په شمال کې  د جوزجان په ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

د جوزجان ولایت د امنیې قومندان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د درزآب ولسوالۍ د سردرې په سیمه کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په ترسره شوو هوايي او مځکنیو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۲۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې په وژل شوو داعشیان کې بهرني ترهګر هم  شتون لري. د هغه په وینا په وژل شوو داعشیانو کې  ۳ تنه  د اوزبیکستان  او یو تن هم  د چیچینستان  وګړی دی.

هغه ویلي دي چې  د ناټو ځواکونو هم  پدې عملیاتو کې ددوېنه ملاتړ کړی دی.

د یادولو وړ ده چې داعش ترهګره ډله  د تیرو دوو کلونو راهیسې  د جوزجان په درزآب  او قوش تپې په ولسوالیو کې ځای په ځای شوي  او په ترهګریزو فعالیتونو پیل کړی دی.



اړوند خبرونه