د ۲،۳ ميلياردو افغانيو په ارزښت نوي قردادونه

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو پر اساس د تداركاتو د كميسيون په وروستۍ غونډه كې يو شمېر قراردادونه چې ټول مالي ارزښت يې شاوخوا ۲،۳ ميليارده افغانۍ دى، منظور شول.

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ددې قرادادونو په لړ كې د دوشي – باميان ترمېنځ د ۲۲۰ كيلو واټه برېښنا د مزو د غځولو پروژه هم شامله ده. سربېره پر دې دولتي مامورينونو ته د مبايل له لارې د معاشونو د توزېع او په هرات ولايت كې د درملو د كيفيت د كنترول په موخه د مجهز لابراتوار د ودانۍ د جوړولو قراردادونه هم شامل دي.

سربېره پر دې په منظور شوو قراردادونو كې د ملي امنيت د ادارو لپاره د تېلو د اكمالاتو او د دفاع د وزارت د اړوندو ادارو لپاره د ځانګړي مخابراتي سيستم د جوړولو چارې هم شاملې دي.

اړوند خبرونه