د افغانستان په شمال کې  د فاریاب په ولایت   کې د پولیسو په مرکز خونړی برید وشو.

په فاریاب کې په پولیسو خونړی برید وشو

د افغانستان په شمال کې  د فاریاب په ولایت   کې د پولیسو په مرکز خونړی برید وشو.

د افغانستان په شمال کې  د فاریاب په ولایت   کې د پولیسو په مرکز خونړی برید وشو.

طالبانو  د فاریاب ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې  د پولیسو په یو مرکز  خونړی برید وکړ چې په پایله کې ۵ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه  ورکړ.

د دولت آباد  ولسوالۍ د امنیې قومندان  نعمت الله توفان  د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې  طالبانو  د دولت آباد ولسوالۍ د چګاتاک په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز  وسله وال برید وکړ.

هغه ویلي دي چې پدې برید کې دوه تنه پولیس  او ۳ تنه سیمه ییز پولیسو په ګډون  ۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی .

د توفان په وینا  پدې برید کې  یو تن  پولیس هم  لاس درلود چې د طالبانو سره يي مرسته کړې ده .

هغه  د نوموړي پولیس په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه . طالبانو د نوموړې پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ویلي ندي.



اړوند خبرونه