افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو خونړی برید وکړ
د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د افغان سرتیرو لخوا په امریکايي سرتیرو برید
افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو خونړی برید وکړ.
د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په ولایت کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو کې یو تن افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو خونړی برید وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې پدې پيښه کې ۷ تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي او یو تن افغان سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نن د ماسپخین په ساعتونو کې یو تن افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو ډزې وکړې چې له امله يي ۷ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې سرتیري د درملنې لاندې قرار لري. پیښه د افغانستان په ځايي وخت د ماسپخین په دوو بجو رامنځته شوې ده .
همداشان د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالهار ارام خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکو د نورو سرتیرو په ډزو کې وژل شوی دی. پدې پیښه کې یو تن افغان سرتیری هم سخت ټپي شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې دا دویم برید دی چې د افغان ځواکونو لخوا په امریکايي سرتیرو کیږي.
د یادولو وړ ده چې د روانې جون میاشتې په لسمه نیټه هم یو تن افغان سرتیري د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې په امریکايي سرتیرو برید وکړ چې له امله يي۳ تنه مړه او یو تن بل ټپي شو.