كابليانو ته د مترو بس زېرى!

ټاكل شوې ده چې په پلازمېنه كابل كې د لومړي ځل لپاره د ښاري ترانسپورټ په برخه كې تاريخي ګام پورته شي.

كابليانو ته د مترو بس زېرى!

 

 

پدې اساس د مترو بس د لومړني ترانسپورټي ليكې چارې به سبا ته رسماً پيل او يو كال وروسته به پاى ته ورسيږي.

د كابل ښاروال عبدالله حبيب زي نن په يوې خبري غونډه كې څرګنده كړه چې د ښار اړوند د ۱۶ پراختيايي پروژو عملي چارې يې د اړوندو شركتونو سره پاى ته رسولي او تړونونه يې لاسليك كړل.

ددې پروژو نه يوه يې هم د كابل د مترو بس د ليكې د جوړولو د عملي چارو پيل دى چې سبا ته به د رسمي مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شي. دا ليكه چې ټول اوږدوالى به يې ۲۸۵ كيلومتره وي، د پاى ته رسېدلو سره سم به د ښاري ترانسپورټ په برخه كې يو لړ ستونزې آوارې شي.

حبيب زي زياته كړه چې د روان كال تر پايه پورې به د مترو بس د دويمې ليكې عملي كار هم پيل شي چې په راتلونكو ۳ كلونو كې به پاى ته ورسيږي. پدې ډول به په كابل كې ۱۱۱ كيلومتره ليكه جوړه شي.


پيوندونه: متروبس , كابل

اړوند خبرونه